د امام ابو حنیفه رحمه الله دیني جامعې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د افتاء او قضاء څانګې د تحریري ازموینې خبرتیا!
هغه علماء کرام چې د لـــوړو زده کـــړو وزارت اړوند امام ابو حنیفه رحمه الله دیني جامعې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تخصص فی الافتاء و القضاء څانګې د شمولیت تحریري ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې د شمولیت تحریري ازموینه د روانې شوال میاشتې په لسمه(۱۰) نېټه د شنبې ورځ د سهار په ۸:۰۰ بجو د امام ابو حنیفه رحمه الله دیني جامعه کې اخیستل کیږي، له ټولو علماء کرامو څخه غوښتنه کیږي چې په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته حاضر شي.
نوټ: هغه علماء کرام چې تر اوسه یې نوم لیکنه نه ده کړې، کولای شي د ازموینې ټاکلي وخت څخه مخکې نوم لیکنه وکړي.