د (۴۵) کیلو واټه لمریزې برېښنا د قرار داد سپارلو خبرتیا!

iabhj_admin
د سولر قرارداد

د امــام ابوحنيفـه رحمـه اللّٰه دينـي جـامعې د ( ۴۵ ) کيلـو واټـه لمریـزې بریښـنا د قرار داد سـپارلو خــبرتیا !

 د تدارکاتو قـانون ( ۴۳ ) مـادې د ( ۲ )  بند په اساس ټولو حکمي او حقیقي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د امـام ابوحنیفه (رحمه الله تعالی) ديني جامعې ریاست په پام کې لري چې د (۴۵) کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژه د (۱۴۰۵) کال لپاره، چې MOHE/IAHJ/1405/NCB/G-02 نمبر لرونکې ده، په ( 1488270) افغانیو مجموعي قیمت سره د مدثر ساختماني او لوژستیکي شرکـت ته، چې د ( ۸۳۸۳ ) نمبر جـواز لرونکی دی، په عقد ورکړي. د شرکت ادرس: جوی هفت، جلال اباد ښـار دی . ټول حکمي او حقیقي اشخـاص چې د نوموړي قرارداد په اړه هر ډول نیوکه ولري، خپل اعتراض دې په لیکلي ډول له دلایلو سره د خبرتیا له نشر څخه وروسـته تر (۵) ورځو پورې د امــام ابوحنیفه (رحمـه الله ) ديني جامعې ریاسـت ته، چې د ننګرهار پوهنتون په داخل کې موقعیت لـري، وړانـدې کړي.
يـادونه : دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنـا نه ده او د پورته ذکر شوي وخت د پوره کېدو پرته به قرارداد عقد نه شي.

د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت