د امام ابو حنیفه (رحمه الله) دیني جامعې په کوربه توب د ننګرهار ولایت مرکزي فقهي مجلس دائر شو!

iabhj_admin
Thu, Nov 05 2026 9:03 AM
مرکزي فقهي مجلس

د امـام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې په کوربه‌توب د ننګرهار ولايـت مرکزي فقهي مجلس دائـر شـو

د لـوړو زده کړو وزارت د لارښود مطابق د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې په کوربه‌ توب د ننګـرهار ولايت مرکزي فقهي مجلس د یادې جامعې د رئیس شیخ مولوي انعام الله (مدني) ، مرستیالانو او د ننګرهار پوهنتون ترڅنګ د التقوی، تابش، اميـر علي شیرنوایي، الفـلاح ، سپين غـر ، خـراسـان او يو شمیـر نورو  پوهنتونونو د سـاحوي مجلس (۲۵) تنو رئیسانو ،مرستيالانو او منشيانو ګډون  کړی وو.

مجلس د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې د جامعې رئیس شیخ مولوي انعام الله (مدني) د پرانیستې وینا پر مهال د  مجلس پر موخو، تنظیم او د فقهي مسایلو د څېړنې او ارزونې د اصولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه، د مجلس په ترڅ کې د ساحوي کمېټو نوملړ ترتیب او د هرې کمېټې اړوند مسؤلیتونه په روښانه توګه مشخص شول.

د یادونې وړ ده، چې مرکزي فقهي مجلس به په میاشت کې یو ځل، د هرې میاشتې په پنځه‌ویشتمه نېټه دائرېږي.

مجلس د جامعې د تخصصاتو مشر استاد مفتي شاهدالله (حقاني) په دعائیه وینا پـای ته ورسېد.

د نشراتو او عامـه اړيکو مديريت
۲۳ / ۵ / ۱۴۴۸ هـ ق