د امام ابو حنیفه رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء څانګې د نوي تعلیمي کال درسي بهیر پيل شو!
نن چهارشنبه چې د ۲۱/۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق او ۱۹/ ۱/ ۱۴۰۵ هـ ش نېټو سره برابره ده، د امام ابو حنیفه (رحمه الله) دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګې د لومړي او دوهم صنف فاضلانو درسي بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د یاد درسي بهیر د پرانیستې په مناسبت، د جامعې د رئیس محترم مفتي صاحب عبدالوارث بسام په مشرۍ یو ځانګړی پرانیستغونډه ترسره شوه، چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د جامعې رئیس ګډونوالو ته تفصیلي وینا وکړه او له درنو استادانو یې وغوښتل چې د تېر په څېر د تدریسي بهیر د لا معیاري کېدو او د فاضلانو د علمي سویې د لوړولو لپاره خپلې هلې ځلې لا پیاوړې کړي. نوموړي همدارنګه د فاضلانو پر دوامدارې مطالعې، د استفتاوو پر تمرین او عملي زده کړو ټینګار وکړ.
غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده، او له هغې وروسته د جامعې د رئیس او استادانو له لوري درسي بهیر په رسمي ډول پیل شو.