د امام ابو حنیفه رحمه الله دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګې د دوه کلن تخصص لپاره د فضلاء کرامو د جذب او نوم لیکنې خبرتیا!
د ننګرهار امام ابو حنیفه (رحمه الله) دیني جامعې محترم ریاست په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د افتاء او قضاء دوه کلن تخصص لپاره نوي فضلاء کرام جذب کړي، نو د نویو / جدید الشمول محترمو فاضلانو څخه په ډیر درنښت هیله کوو چې د ثبت نام لپاره پر ټاکلې نیټه د ننګرهار د امام ابو حنیفه (رحمه الله) دیني جامعې ریاست ته مراجعه وکړي.
